CRI Online

شينجيانګ به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د فضايي معلوماتو دهليز د جوړولو لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2015-08-11 09:25:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د جغرافيايي معلوماتو د سيستم په اړه د نظريو او لارو چارو له کلنۍ غونډې څخه دا معلومات تر لاسه شوي چې شينجيانګ به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د فضايي معلوماتو دهليز د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

فضايي معلومات هغه جغرافيايي معلومات دي چې پکې طبيعي،ټولنيز او بېلابېل معلومات شامل دي. شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د فضايي معلوماتو دهليز يوه مهمه برخه ده، د فضايي معلوماتو د دهليز جوړول د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ابادۍ او سيمه ييزې همکارۍ لپاره مهم رول لري.

د چين د جغرافيايي معلوماتو د سيستم په اړه د نظريو او لارو چارو کلنۍ غونډه د اګست په اتمه نېټه په اورومچي ښار کې ترسره شوه.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای