د چين د سولې او يووالي د هڅولو په موخه د چيني الاصله بهرنيانو کانګرس د اګست په ١١ مه نېټه د جرمني په برلين کې د جاپان د تېري پر ضد د چينايانو د جګړې او هم د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې د يادونې فعاليت ترسره کړ او د څه باندې ٣٠ هېوادونو چيني الاصله اوسيدونکو پکې ګډون وکړ. په نوموړي فعاليت کې د چيني الاصله بهرنيانو استازيو ويناوې وکړې او ويې ويل، ٧٠ کالونه دمخه جرمني او جاپاني فاشيستانو جګړه پيل کړه، چې له امله يې چينايان او د نورو هېوادونو ډېر خلک سخت زيانمن شول. موږ بايد دغه تاريخ په ياد ولرو او اوسنۍ سوله دې ښه وساتو. دغه راز جګړمارو ته هم بايد خبرداری ورکړو چې تاريخ او اوسنۍ اوضاع دې ښه وپېژني او د تېر تاريخ له درس څخه دې تجربه واخلي . (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |