CRI Online

له جاپان سره د مقاومت او د فاشيسيزم پر ضد د جګړې په پروخت په بهرنيو هېوادونو کې د چينايانو ژوند نندارتون په ګوانګ جيو ښار کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2015-08-14 15:35:14

 

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له جاپان سره د مقاومت او د فاشيسيزم پر ضد د جګړې پر وخت په بهرنيو هېوادونو کې د چينايانو د ژوند په اړه نندارتون د اګست په څوارلسمه نېټه د ګوانګ جيو ښار د هوا جياو په موزيم کې پرانيستل شو.

دغه نندارتون له پنځو برخو څخه جوړ شوی چې په لاندې ډول دي : " له دوهم نړيوال جنګ څخه مخکې په بهرنيو هېوادونو کې د چينايانو ټولنه "، " له جاپان سره د مقاومت جګړې په جريان کې په بهرنيو هېوادونو کې چينايان"، " د فاشيزم پر ضد ټولنه کې چينايان"، "أخري برياليتوب"، "تل تر تله يادونه". کابو څلور سوه انځورونه او څلوېښت اثار په دې نندارتون کې ليدل شوي چې له دې څخه يوه برخه يې د لومړي ځل لپاره ليدونکيو ته وړاندې شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای