CRI Online

د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د شينجيانګ د هرګس په ځانګړې اقتصادي سيمه کې د نړيوالو معاملو ارزښت دېرش سلنه زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2015-08-17 14:56:01

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د اګست په اوولسمه نېټه د شينجيانګ د هرګس د ځانګړې اقتصادي سيمې ګوندي کمېټې خبر ورکړ چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د دې سيمې د نړيوالو معاملو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت دېرش سلنه زيات شوی.

د هرګس د ګوندي کمېټې غړی څاو جيان وويل، د سږ کال په لومړۍ نيما يي کې د دې ښار توليدي ارزښت نهه سوه يوويشت مليونه ژن مين بي يوانه دی چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت دوولس اعشاريه دوه سلنه زيات شوی، د نړيوالو معاملو ارزښت نهه مليارډو څلور سوه او شپېتو مليونو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه دېرش اعشاريه دری سلنه زيات شوی دی.

ښاغلي څاو جيان وويل، د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې د فرصت او د امتيازي تګلارو په رڼا کې، سږ کال په لومړۍ نيما يي کې په هرګس کې ١٥٦ نوې تصدۍ ثبت کړی او يو مليارډ يو سلو شل ژن مين بي يوانه پانګې يې راجلب کړي چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت دوه چنده زياتې شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای