CRI Online

چيني الاصلو بهرنيانو له فاشيزم سره د جګړې د برياليتوب د اويايمې کاليزې د لمانځنې لپاره فعاليتونه ترسره کړل

cri     (GMT+08:00) 2015-08-17 16:35:35

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په وروستيو ورځو کې چيني الاصلو بهرنيانو له فاشيزم سره د جګړې د برياليتوب د اويايمې کاليزې د نمانځنې لپاره بېلا بېل فعاليتونه ترسره کړل.

په ټايلند کې چيني الاصلو بهرنيانو يوه مباحثوي غونډه جوړه کړه او پکې د چيني سوداګرو د شورا مشر ليو جين تينګ وويل له فاشيزم سره د جګړې د برياليتوب لمانځل د ملي روحيې د پراخېدو، د ملي ځواک د يووالي او د ملي وياړ او باور د پياوړي کولو لپاره ګټور دي چې ستر تاريخي او عملي ارزښت لري.

د اګست په شپاړسمه نېټه کابو سلو تنو چيني الاصلو بهرنيانو د ډنمارک په پلازمينه کپنهاګن کې د لمانځنې يوه غونډه جوړه کړه. په ډنمارک کې د چين سفير ليو بي وې په دې غونډه کې وويل له جاپاني تېرې کوونکو سره د چينايانو جګړې د چيني الاصلو بهرنيانو ملاتړ تر لاسه کړ. ويل کېږې چې چيني الاصلو بهرنيانو د دې جګړې په برياليتوب کې ستر رول درلود.

په اسپانيا، هنګري،جرمني، سربيا او فرانسه کې چيني الاصلو بهرنيانو هم په دې مناسبت بېلا بېل فعاليتونه ترسره کړل. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای