د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ٢٠١٥ کال د چين د شينجيانګ پرمختيايي فورم د اګست په ١٨ مه نېټه په اورومچي ښار کې پرانيستل شو. دغه فورم د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر، د چين د ټولنې او ساينس اکاډمۍ او دشينجيانګ د حکومت لخوا په ګډه جوړ شوی او اصلي موضوع يې ده د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند ابادي او د شينجيانګ پرمختيايي فرصتونه او انتخابونه .
د چين د ملي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس يو جنګ شنګ د نوموړي فورم پرانيستونکو مراسمو ته د مبارکۍپيغام وليږ او په دې پيغام کې يې ويلي چې شينجيانګ د لويديځ پرمخ د چين د ورخلاصون يوه مهمه کړکۍ ، د اسيا او اروپا ترمنځ مهم ترافيکي محور، د تجارتي توکو د ترانسپورت مرکز او کلتوري ، علمي او ښوونيز مرکز هم دی،هيله ده چې په دې فورم کې بېلابېل ګډونوال د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د تبادلې، د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا او د سوله ييزې سولې او پرمختيا په هکله بحثونه او وړانديزونه وکړي.
د څه باندې دېرشو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو نژدې سلو چيني او بهرنيو شخصيتونو په نوموړي فورم کې ګډون درلود.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |