CRI Online

د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې او د جاپاني تېرې کوونکو پرضد د چينايانو جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې د يادونې په اړه سمينار پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2015-08-18 14:48:24

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د خلکو ازادۍ پوځ پوځي او علمي اکاډمۍ او د روسيې د وسله والو ځواکونو د لوی درستيز رياست پوځي ښوونځي د اګست په ١٨ مه نېټه په بېجينګ کې د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې او د جاپاني تېرې کوونکو پرضد د چينايانو جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې د يادونې لپاره يو سمينار جوړ کړ او د چين او روسيې د ځواکونو ، ځايي علمي انسټيټيوټونو او ښوونځيو سلګونو استازيو په دې فعاليت کې ګډون درلود.

په نوموړې غونډه کې بېلابيلو ګډونوالو د فاشيزم پرضد نړيواله جګړه کې د چين او روسيې مقام او رول او د دواړو هېوادونو د جګړې تجربو ته کتنه وکړه او له جګړې وروسته د نړيوال نظام د رامنځته کېدو او بدلونونو په اړه يې بحثونه وکړل او په ترڅ کې يې د جګړې د برياليتوب د ساتلو او د نړيوالې سولې او پرمختيا د هڅولو په اړه خپل ټينګ هوډ څرګند کړ.

نوموړو دواوړ خواوو په ګډه سره په روسي او چينايي ژبو د چين او روسيې د پوځ او تاريخ پوهانو د هغو تېزسونو يوه مجموعه هم خپره کړه چې د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې د يادونې په موخه ليکل شوي وو. دا د پوځي تاريخ په اړه لومړی اثار دی چې د دواړو هېوادونو د پوځونو لخوا په ګډې همکارۍ بشپړ کيږي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای