د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، چين به له جاپان سره د مقاومت او د فاشيزم پر ضد د جګړې د بريالي کېدو د اويايمې کليزې د نمانځنې په موخه د سپتمبر په درېيمه نېټه په تيان ان من ډګر کې لوی پوځي رسم ګذاشت تر سره کړي. د بلاروس په ګډون د څو هېوادونو سرتيري به په دې رسم ګذاشت کې ګډون وکړي.
د بلاروس دولتي اژانس خبر ورکړ چې د دغه هېواد د دفاع وزارت په ويبپاڼه کې د بېجينګ په پوځي رسم ګذاشت کې د ګډون کولو مالومات ليدل کيږي. د ګډون کوونکو سرتيرو روزنه څو ورځې مخکې تر سره شوه.
د بل خبر له مخې، د بلاروس سرتيري د اګست په اوولسمه نېټه چين ته رسېدلي دي.
برسيره پر دې، د قزاقستان سل سرتيري، د روسيې پنځه اتيا سرتيري او د قرغيزستان درې اتيا سرتيري به هم په دې پوځي رسم ګذاشت کې ګډون وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |