CRI Online

دولتي شورا د پوځي رسم ګذشت مالوماتو د ورکولو لپاره مطبوعاتي غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2015-08-21 16:29:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په يوويشتمه نېټه يوه ځانګړې مطبوعاتي غونډه تر سره کړه چې پکې د پوځي رسم ګذشت د لارښوودنې دفتر مرستيال مشر چيو ژوې او د بېجينګ د پوځي سيمې مرستيال لوی درستيز وانګ شون د پوځي رسم ګذشت په اړه مالومات ورکړل.

د مالوماتو له مخې، په پوځي رسم ګذشت کې به دوولس زره تنه سرتيري ومنل شی ، د څلويښتو ډولو په شمول ٥٠٠ غټې پوځي وسلې او نژدې دوه سوه الوتکې به پکې برخه واخلي . دغه راز د پلي عسکرو ، د جاپاني تيري په ضد جګړه کې د برخوالو زړو سرتيريو ، د پوځي وسايلو او د الوتکو په شمول پنځوس صفونه به پکې ګډون وکړي چې ښودل شوي وسلې ټولټال د چين لخوا پخپله جوړې شوي دي. تر اوسه پوري د روسيې او قزاقستان په ګډون لسګونه هېوادونه به خپل صفونه او استازي په دغه پوځي رسم ګذشت کې د ګډون لپاره چين ته وليږي او بهرني پوځي صفونه او استازي د نړۍ له پنځو لويو وچو څخه راځي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای