د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د اګست په ٢١مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د تاريخ د څېړنيز دفتر،د کمونېست ګوند د تاريخ ټولنې او د کمونېست ګوند د شخصيتونو د څېړنې ټولنې له خوا جوړ شوی د جاپاني تېرې کوونکو پرضد د چينايانو جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې سمينار په بېجينګ کې تر سره شو.
د يار سمينار اصلي موضوع د جاپاني تېرې کوونکو پر ضد جګړې او د چين د بيا سمسورتيا ده چې په کې د جاپاني تېرې کوونکو پر ضد د چينايانو جګړې د ستر اهميت او د چين د کمونېست ګوند د مهم رول په اړه بحث وشو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |