د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د جاپاني تيري ضد جګړې د برياليتوبونو د ۷۰مې کاليزې د يادونې لپاره په پوځي رسم ګذشت کې به ځمکني او هوايي پوځونه د جنګي سيسټم سره سم په څو برخو ووېشل شي، څو چې په عصري او اطلاعاتي زمانه کې د چيني پوځ جنګي توان ورڅخه څرګند شي.
د ځمکني برخې مسؤل وويل، چې په دغه رسم ګذشت کې ټولې وسلې او سامانونه د چين لخوا توليد شوي دي او نه يوازې د شمېر او پيمانې، بلکې د کيفيت او اطلاعاتو په ساحو کې يې هم سويه نوې مرحلې ته رسېدلې ده. له دې جملې څخه يو شمېر سامانونه د نړۍ مخکنۍ سويې ته هم رسېدلي دي. له دې څخه د وسلې او جنګي سامانونو د عصري او اطلاعاتي کېدو په بهير کې د چين د نوښت توان او برياليتوبونه څرګندېږي.
د هوايي برخې مسؤل وويل، چې په دې رسم ګذشت کې د هوايي برخې پيمانه په تاريخ کې ساری نه لري، له ځمکني، سمندري او هوايي پوځونو څخه راغلي څه باندې سل الوتکې به په کې برخه واخلي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |