د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د سپتمبر په ٣مه نېټه به د جاپاني تيري ضد د چين د جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۷۰مې کاليزې د يادونې په رسم ګذشت کې د چين د ځمکنيو،سمندري او هوايي ځواکونو پيمانه په تاريخ کې تر ټولو لويه وي.
د خبر له مخې،د ځمکنيو،سمندري او هوايي ځواکونو په عام وخت کې ٣ بېلا بېلې ډلې شته،د ١٥١ تنو پوځيانو ستره ډله به د بهرنيو هېوادونو د مشرانو هرکلی کوي، ١٢٧ تنه پوځيان به د بهرنيو هېوادونو د پوځي لوړپوړيو مشرانو هرکلی او ١٠١ تنه پوځيان به د بهرنيو هېوادونو د پوځ د قوماندانو هرکلی وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |