CRI Online

د شينجيانګ د کرنې نندارتون تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2015-08-24 10:47:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د چين د شينجيانګ د کرنې نړيوال نندارتون د اګست په ٢٣مه نېټه په ارموچي کې پای ته ورسېد.

د تېرو دورو په پرتله روان نندارتون د ساينس او ټېکنالوژۍ له ځانګړتياوو نه ډک و چې د بې پيلوټه چورلکو، د عصري معلوماتي کرنې او د اوبو سپماپه ګډون تخنيکي توليدات نندارې ته وړاندې شول.

په چين کې د تر ټولو لوی کرنيز نندارتون په توګه د شينجيانګ د کرنې نندارتون بهر ته د چين يو کرنيز ميدان ګرځېدلی دی او په منځنۍ اسيا کې د سرچينو د تبادلې تر ټولو لوی ميدان هم دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای