CRI Online

په چين کې د جاپاني تيري ضد د مبارزې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوبونو د ۷۰مې کاليزې د يادونې فعاليت په اړه مطبوعاتي مرکز به د اګست په ۲۷مه نېټه په کار پيل وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2015-08-24 20:10:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د جاپاني تيري ضد د مبارزې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتبونو د ۷۰مې کاليزې د يادونې فعاليت په اړه مطبوعاتي مرکز به د اګست له ۲۷مې نيټې څخه په کار پيل وکړي.

دغه مرکز به د کاري کارډونو د جوړولو، د مرکې غوښتنليکونو د منلو او د مرکې د ترتيبولو، د معلوماتو او تکنالوژۍ د برابرولو په ساحو کې د هانکانګ، مکاو، تايوان او د بهرنيو هېوادونو خبريالانو لپاره خدمتونه تر سره کړي. د دغه مرکز د ويبپاڼه پته ده: (www.kzjn70.Cn)او د ويچاټ نومبر يې دی(kzjn7O)دا دواړه به د اګست په ۲۵مه نېټه په کار واچوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای