د چين د هوايي پوځ مطبوعاتي وياند شن جين که د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه وويل چې د چين هوايي پوځ د چين او روسيې ترمنځ د سمندري ائتلاف -٢٠١٥ په نامه پوځي تمرينونو کې د ګډون لپاره پنځه جنګي الوتکې ليږلې دي تر څو د سمندري او هوايي پوځونو ګډ جنګي توان پياوړی شي.
په دې تمرينونو کې د چين هوايي پوځ د قوماندانۍ ګډې څانګې ته فوځي افسران ليږلي او د درېم نومي ډوله پنځو جنګي الوتکو په دې تمرينونو کې ګډون کړی دی.
شن جين که وويل ، د دې پوځي تمرينونو له لارې له بهرنيو پوځونو سره د چين د هوايي پوځ تجربې زياتې شوې او د سمندري او هوايي پوځونو ترمنځ ګډ جنګي توان هم لوړ شوی دی. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |