د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين حکومت د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه خبر ور کړ چې تر اوسه پورې نهه څلوېښتو هېوادونو تائيد کړی چې د سپتمبر په درېيمه نېټه به د جاپان تېري پرضد د جګړې د برياليتوب د اويايمې کاليزې د يادونې په فعاليتونو کې ګډون وکړي چې پکې به دېرش دولتي او حکومتي مشران،١٩ تنه لوړ پوړي حکومتي استازي او لس تنه نړيوال او سيمه ييز مسئولين شامل وي.
د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه د جاپان تېري پرضد د جګړې يعنی د فاشيزم پرضد د جګړې د برياليتوب د اويايمې کاليزې د يادونې فعاليتونو د تر سره کولو شپږمه خبري ناسته تر سره کړه او د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جانګ مينګ په دې خبري ناسته کې ګډون وکړ او د يادو فعاليتونو په باب يې معلومات ور کړل.
جانګ مينګ وويل ،په ځانګړې توګه مو هغو دوستانو ته بلنه ور کړې چې د جاپان تېري پرضد د جګړې د برياليتوب د تر لاسه کولو په برخه کې خپل خدمتونه تر سره کړی ول. هغه زياته کړه چې د چين ملت تل د دغو نړيوالو دوستانو ياد وساتي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |