CRI Online

چين : د سپتمبر مياشتې د درېيمې نېټې پوځي بريډ له کوم يو هېواد سره د مقابلې معنا نه لري

cri     (GMT+08:00) 2015-08-25 19:41:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير جانګ مينګ د اګست د ٢٥ مې نېټې په سهار د جاپاني تېري پرضد د چينايانو جګړې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې د يادونې په اړه يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د چين حکومت د پخواني تاريخ د يادولو او له سولې سره د مينې لرلو په اړه د خپلې ادعا د څرګندولو په موخه يو لړ فعاليتونه پيل کړل او دغه فعاليتونه له کوم يو هېواد سره د مقابلې معنا نه لري، دغه راز د چين او جاپان ترمنځ له اړيکو سره مستقيمې اړيکې هم نه لري.

همدارنګه نوموړي زياته کړه ، چې موږ بهتل هغه بهرنيان په ياد ولرو چې د جاپاني تېري پرضد د چينايانو له جګړې څخه ملاتړ کړی و. په دغو بهرنيانو کې سلګونه تنه به د نړۍ له بېلابېلو ځايونو څخه پخپله او يا د خپلو کورنيو غړو په سپارښتنه زموږ په پوځي پريډ کې ګډون وکړي، دا څرګنده ده چې چينايان او د نړۍ نور خلک د تاريخ د يادولو او د سولې ساتلو په برخو کې يوه خوله شوې ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای