روسي ډلګی په بېجينګ کې د پوځي پريډ لپاره د پوځي تمرين په ترڅ کې
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د خلکو ازادۍ ځواکونو په بلنه به روسي ډلګی او پوځي پلاوی د سپتمبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې په هغه پوځي پريډ کې کې ګډون وکړي چې د جاپاني تېري پرضد د چينايانو د ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې د يادونې په موخه به ترسره شي.
د سي ار ای خبريالانو په دې وروستيو ورځو کې د بېجينګ په چانګ پينګ سيمه کې د بهرنيو ډلګيو له اډې څخه ليدنه وکړه او هلته يې د روسي ډلګي له سرتيريوسره مرکه وکړه.
انتون مخېلوف د روسي ډلګي يو سرتيري دی ، هغه د مرکې په ترڅ کې وويل، دا د هغه وياړ دی چې د بېجينګ په تيان ان من مېدان کې به په لوی پوځي پريډ کې ګډون وکړي. روسي پوځيان به تل د فاشيزم پرضد نړيواله جګړه کې اتلان په ياد ولري.(زرينه)
روسي ډلګی د جاپاني تېري پرضد د چينايانو د ملي جګړې په اړه د انځورونو له نندارتون څخه د ليدنې په حال کې
روسي ډلګی په بېجينګ کې د پوځي پريډ لپاره د پوځي تمرين په ترڅ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |