د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند او ملي ګوند پخواني سرتيري به د سپتمبر په درېيمه نېټه په پوځي رسم ګذشت کې ګډون وکړي.
د مالوماتو له مخې، پخواني سرتيري به په موټرونو کې د سپرلۍ په توګه په رسم ګذشت کې ګډون ولري. د دوی ټيم به له نورو سرتيرو څخه مخکې تيان أن من ډګر ته ننووځي. د دغو سرتيرو منځنی عمر نوي کاله دی، د تر ټولو مشر سرتيري عمر يو سل او دوه کاله دی. د کمونست ګوند پخواني سرتيري د با لو په نوم پوځ، د سين سه په نوم پوځ، له جاپان سره د مقاومت لپاره د شمال ختيځ چين د متحد پوځ او د جنوبي چين د ګوريلا پوځ غړي وو. د ملي ګوند پخوانيو سرتيرو د شان شه، هو نان، يون نان، ګوانک شه او ګوې جيو په جنګي ډګرونو کې هم ګډون کړی و.
د بېجينګ پوځي سيمې مرستيال لوی درستيز وانګ شون وويل، کله چې چين د جاپان له تيري سره مخامخ و، د هر يو ګوند غړي يوازې يو نوم درلود : چينايان. د دوي د تيري پر ضد جګړه کې يو لاس شوي وو، د هېواد لپاره يې ستر خدمتونه تر سره کړې، ډېر د درناوي وړ دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |