CRI Online

د پوځي تاريخ په اړه د نړيوالې کمېټې کلنۍ غونډه د لومړي ځل لپاره په چين کې جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2015-08-31 16:41:31

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د پوځي تاريخ په اړه د نړيوالې کمېټې ٤١مه کلنۍ غونډه د اګست په يودېرشمه نېټه په بېجينګ کې جوړه شوه. د پنځه دېرشو هېوادونو څخه راغلو يو سلو شلو بهرنيو کارپوهانو او پنځوسو تنو چيني تاريخ پوهانو په دې غونډه کې ګډون وکړ او د دوهمې نړيوالې جګړې او د شلمې پېړۍ د جګړې بڼې د بدلون په اړه بحثونه وکړل.

دا د دې کمېټې د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې په چين کې لومړۍ کلنۍ غونډه ده.

د چين د کمونېست ګوند د لوی درستيز مرستيال سون جيان ګوه د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او و يې ويل چينايان تل له سولې سره مينه لري او د سوله ييز پرمختګ لاره غوره کول د چين نه بدلېدونکې تګلاره ده. يوازې له تاريخ څخه درس زده کړو او تجربې راغونډې کړو، نو د انسانانو ښه راتلونکې به عملي شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای