CRI Online

د چين يو تجربه لرونکي ديپلوماټ وايي د جاپان پر ضد د مقاومت جګړې مقام ډېر مهم دی

cri     (GMT+08:00) 2015-09-02 11:25:49

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين يو تجربه لرونکي ديپلوماټ شيو کون څو ورځې مخکې د چين نړيوالې راډيو سره په يوه مرکه کې وويل، د دوهم نړيوال جنګ په جريان کې د جاپان پر ضد د مقاومت جګړې مقام ډېر مهم دی.

هغه وويل، د جاپان پر ضد د مقاومت جګړه د فاشيزم پر ضد نړيوال جنګ مهمه برخه ده. د دې جګړې برياليتوب د اسيا، حتی د ټولې نړۍ لپاره ډېر مهم اهميت لري. د امريکا د وخت ولسمشر فرانکلين روسيولت او د پخواني شوروي اتحاد د وخت مشر ويساريونويچ ستالين په دې جګړه کې د چينايانو خدمتونو لوړه ستاينه کړې ده. په دوهم نړيوال جنګ کې د چين مقام له پامه غورځول سم نه دی. د ټولې نړۍ د نيولو په اړه د جاپان دسيسه د چين د برياليتوب له امله شنډه شوه. د چينايانو ستر خدمتونه ډېر د درناوي وړ دي. چين به د شهيدانو او تاريخ د يادګارۍ تر څنګ په پر له پسې ډول نړيواله سوله وساتي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای