د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د مرکزي پوځي کميټې رئيس او د چين د دولت رئيس شي جين پنيګ د سپتمبر د دوهمې نېټې په سهار د خلکو په لوي تالار کې د جاپاني تېري پرضد د چين په ملي جګړه کې ګډون کوونکو پخوانيو سرتيرو، جنرالانو، خدمت لرونکو بهرنيو دوستانو او د قربانيانو خپلوانو ته د يادګارۍ مډالونه ورکړل او يوه مهمه وينا يې وکړه.
د ليو هان شينګ، لي لي ان، ان جي ون، جاو دونګ وان يان لين او جيانګ شوی شون په شمول د مډالونو اخيستونکو د جاپاني تېري پرضد د چين په ملي جګړه کې ډېر خدمتونه تر سره کړي وو.
د پخواني شوروي اتحاد د يوه سرتيري مخموت اخميتوويچ ګاريف په شمول د جاپاني تېري پرضد د چين په ملي جګړه کې خدمت لرونکو بهرنيو دوستانو هم د يادګارۍ مډالونه تر لاسه کړل.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |