CRI Online

شي جين پينګ چيني تصدۍ به هڅه وکړي چې د تاجکستان په ابادۍ کې مثبت ګډون وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2015-09-02 19:29:43

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په دوهمه نېټه د دياو يو تان په دولتي هوټل کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمانوف سره وکتل.

رئيس شي د جاپاني تيري ضد د مبارزې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د يادونې په فعاليت کې د ولسمشر رحمانوف له ګډون څخه هر کلی وکړ. هغه وويل، چې د تاجکستان خلکو د جاپاني تيري ضد د مبارزې په وخت کې له چينايانو څخه مهم ملاتړ کړی و. چين او تاجکستان يو د بل ښه ګاونډي هېوادونه، دوستان او ملګري دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي باور او ستراتيژيکې همکاري ټينګې شوې دي. چين به د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د انرژۍ، ترافيکي او غلودانو په برخو کې له تاجکستان سره لا نژدې همکاري وکړي. چيني تصدۍ به په مثبته توګه د تاجکستان په ابادۍ کې برخه واخلي. چين او تاجکستان د پاملرنې وړ مهمو مرکزي مسئلو په اړه يو د بل څخه ملاتړ کوي او چين به په پر له پسې ټوګه له تاجکستان سره نژدې تګ راتګ وکړي.

له کتنې نه وروسته دواړو مشرانو په ګډه د اقتصادي تکنالوژۍ او کولتوري تګ راتګ په ساحو کې د همکارۍ سندونو د لاسليکېدو په مراسمو کې ګډون درلود.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای