د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر د ۲مې نيټې په ماسپښين د دياو يو تای په دولتي هوټل کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره وکتل، کوم چې د جاپاني تيري ضد مبارزې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د يادونې په فعاليت کې د ګډون په موخه چين ته راغلی دی.
صدراعظم لي که چيانګ وويل چې د چين او مصر ترمنځ عنعنوي دوستۍ شته. راتلونکی کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له شپيتمې کاليزې سره برابر دي. چين به په مداومه توګه د مصر له ثبات او پرمختګ څخه ملاتړ وکړي او د متقابل سياسي باور په ټينګېدو سره به د اقتصاد او کولتور په برخو کې لا نژدې تګ راتګ وکړي او په نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو کې به لا ښه همکاري وکړي، تر څو د چين او مصر ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې ټينګې شي او سيمه ييزه سوله او سمسورتيا وساتل شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |