CRI Online

چين: د جاپان تيري ضد ٧٠ کاليزې د يادونې په اړه د سپتمبر د درېيمې نېټې فعاليت د نړيوالې ټولنې پراخ ملاتړ تر لاسه کړ

cri     (GMT+08:00) 2015-09-02 21:28:55

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د سپتمبر په دوهمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل د سپتمبر په درېيمه نېټه د چين د يادونې فعاليت د نړيوالې ټولنې پراخ ملاتړ تر لاسه کړی دی.

يوه داسې اوازه موجوده ده چې د چين د دې فعاليت موخه د خپل توان څرګندول دي او په نتيجه کې يې ځينو لوېديځو هېوادونو دغه فعاليت ته جګپوړي استازي نه دی ليږلی. مېرمن هوا چين ينګ په دې اړه وويل سږ کال د فاشيزم پر ضد د نړيوالې مبارزې د برياليتوب له اويايمې کاليزې سره برابر دی او ډېر هېوادونه د يادونې لپاره رنګارنګ فعاليتونه جوړوي. چين په دې فعاليت کې د ګډون په اړه هغو هېوادونو ته بلنه ورکړی چې د جاپاني تيري په وړاندې د چينايانو له ملي جګړې او د فاشيزم پر ضد د مبارزې سره اړه لري، د لږ شمېر هېوادونو نه پرته، نورو ټولو هېوادونو چين ته استازي ليږلي دي. برسيره پر دې ځينو هېوادونو که څه هم له يادې جګړې سره مستقيمې اړيکې نه لري، خو د چين د ملاتړ لپاره يې استازي راليږلي، چين د دوی تود هرکلی کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای