CRI Online

شي جين پينګ د بهرنيو هېوادونو له مشرانو او د نړيوالو سازمانونو د مسئولينو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2015-09-03 08:38:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په دوهمه نېټه په بېجينګ کې د بهرنيو هېوادونو له مشرانو او د نړيوالو سازمانونو له مسئولينو سره وکتل چې دوی د جاپاني تيري پرضد د چين د ملي جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د يادونې د ٧٠مې کليزې د نمانځنې په فعاليت کې د ګډون په موخه بېجينګ ته رسيدلي دي.

شي جين پينګ يادو مشرانو او مسئولينو ته ښه راغلاست وويلو. هغه دې ته اشاره وکړه چې د دوی له راتګ څخه ښکاري چې دوی د يادونې په اړه د چين د فعاليتونو ملاتړ او درنښت کوي، له چينايانو سره ټينګه او ژوره دوستي لري، د تاريخ درناوی کوي او سولې ته په درنه سترګه ګوري. د يادونې په اړه د چينايانو د دې سترو فعاليتونو موخه دا ده چې له نړيوالو سره په ګډه د تاريخ او قربانيانو ياد تازه او درناوی يې وکړي، د سولې پر قيمتي ټينګار کوي او د ښې راتلونکي لپاره هڅې او کوښښ کوي.

ګډون کوونکو مشرانو او مسئولينو د جاپاني تيري پرضد د چين د ملي جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠مې کليزې د يادونې فعاليت په اړه مبارکي وکړه او و يې ويل، چې چينايانو د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب لپاره سترې قربانۍ او خدمتونه کړي دي. د بېلا بېلو هېوادونو خلک بايد د نړيوال عدالت او سولې د ساتلو لپاره په ګډ کښښونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای