CRI Online

لي که چيانګ د روسيې له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2015-09-03 09:08:59
لي که چيانګ د روسيې له ولسمشر سره وکتل

د سين هوا اژانس دخبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر مياشتې په ٢ نېټه له غرمې نه وروسته په دياو يو تای کې د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره چې د جاپان تيري پرضد د چين د ولسي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړېوالې جګړې د ٧٠ مې کاليزې د يادونې په فعاليت کې ګډون وکړي، وکتل.

لي که چيانګ وويل چې اوس د چين او روسيې ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې او دوستانه اړيکې د ښه پرمختګ په حال کې دي. رئيس شي جين پينګ سږ کال څو ځله له تاسو سره ملاقاتونه وکړل چې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې يې ډير هڅولې دي. زه هيله لرم چې په روان کال کې له صدراعظم مېدويدف سره د چين او روسيې د صدراعظمانو غونډې ګډه مشري وکړم.

پوتين وويل چې د روسيې او چين ترمنځ اړيکې ښه پرمختګ کوي. دواړه خواوې په سياسي برخه کې لوړ متقابل باور ساتي او د فاشيزم پرضد د نړېوالې جګړې د برياليتوب د ساتلو په برخه کې يو شان دريځ هم لري.

-زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای