CRI Online

بهرني خبري رسنۍ د سپتمبر په درېيمه نېټه په چين کې د يادونې فعاليت ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2015-09-03 09:11:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې بهرنيو خبري رسنيو په بېجينګ کې د جاپاني تيري پرضد د چين د ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کليزې د يادونې فعاليت ته پاملرنه کړې او د اړوندو تياري کارونو په اړه يې خبرونه کړي دي. په دغو خبرونو کې دې ته اشاره شوې چې د دې فعاليت له لارې به نه يوازې د چين ځواک ښکار شي، بلکې و نه ښيي چې د جګړې تاريخ به په ياد شي او د سولې د ساتلو لپاره به ټينګ هوډ او قوت اعلان شي.

د روسيې د ان جي ورځپاڼې خبر ورکړ چې د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې له پای ته رسيدو وروسته ٧٠ کلونو کې په دغه جګړه کې د چين مهم رول او مقام مناسبت درناوی نه دی تر لاسه کړی. د واقعيت سره سم د چين د قهرمانانې مقابلې له امله په دوهمه نړيواله جګړه کې جاپان او جرمنې يو له بل سره ستراتيژيکې همکاري کولی نه وای. د يادونې د دروند فعاليت موخه د چين ځواکمن قوت او د سولې د غوښتلو د هيلې څرګندول دي.

د بې بې سي د ويبپاڼې د خبر له مخې، دا د چين لومړي ځل دی چې په رسم ګذشت کې بهرنيو پوځونو ته د ګډون بلنه ورکړې، موخه يې دا ده چې له نړيوالو سره يو ځای د نړيوالې سولې د ساتلو ټينګ دريځ اعلان کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای