CRI Online

د برياليتوب د ورځې رسم ګذشت مراسم به ژر پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2015-09-03 09:33:41

د جاپاني تيري پر ضد د چين د ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠مې کليزې د يادونې غونډه به د بېجينګ پر وخت د پنجشنبې د سهار په لسو بجو په تيان ان من ميدان کې تر سره شي.

د بريالې ورځې رسم ګذشت به ژر پرانيستل شي. ٥٠ پوځي قطعات به په دې رسم ګذشت کې ګډون ولري چې پکې به دوولس زره تنه، له څلوېښتو ډولو نه زيات پنځه سوه پوځي تجهيزات، شل ډوله نژدې دوه سوه الوتکې شاملې وي.

بر سيره پر دې، د روسيې او قزاقستان په شمول د اوولسو هېوادونو پوځي ډلګي او يا پلاوي به هم په رسم ګذشت کې ګډون ولري.

د بېجينګ پر وخت په نهو بجو د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمنې يې پنګ لي يوان د برخه والو بهرنيو پلاويو د مشرانو او د دوی مېرمنو ته ښه راغلاست وویلو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای