CRI Online

شي جين پينګ بهرنيو مېلمنو ته ښه راغلاست وويلو

cri     (GMT+08:00) 2015-09-03 09:55:22

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ بهرنيو مېلمنو ته ښه راغلاست وویلو

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې نن ورځ د سهار په ٩ بجو د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن يی پنګ لي يوان په تیان ان من میدان کې بهرنيو مېلمنو ته ښه راغلاست وویلو چې د جاپان تيري پرضد د چين د ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړېوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې د يادونې په فعاليت کې د ګډون لپاره بېجینګ ته راغلی دي.

د چين د دولت د رئیس په رسمي بلنې سره د سپينې روسيې ولسمشر لوکاشنکو، د چک ولسمشرزيمن، د مصر ولسمشر عبدالفتاح سيسی، د جنوبي کوريا ولسمشره پارک ګيون هيه، د ويتنام د دولت رئيس ترانګ تان سانګ، د روسيې ولسمشر ولاډیمیر پوتين، د سوډان ولسمشر عمر بشير او د ځينو هيوادونو استازي راغلي دي.

د دې ترڅنګ د م م سرمنشي بان کي مون، د روغتيا نړېوال سازمان عمومي مديره ماګريټ چن، د م م د ساينس پوهنې او کلتوري چارو سازمان عمومي مديره بوکوا، د م م د صنعتي پرمختګ عمومي مدير لي يونګ ، د سره صليب نړيوالې کميټې رئيس موريل او د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي ميزنتسيف هم په فعاليت کې د ګډون لپاره چين ته راغلي دي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای