CRI Online

چين به دری لکه سرتيري کم کړي

cri     (GMT+08:00) 2015-09-03 10:51:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په درېيمه نېټه د جاپاني تيري پرضد د چين د ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب ٧٠مې کليزې د يادونې په غونډه کې وويل، اوس خلک د جګړې په پرتله د سولې او ارامۍ په قيمتي او لوړ ارزښت پوهيږي. اوسمهال سوله او پرمختګ د زماني اصلي اړتياوې او مهم موضوعات دي، خو نړۍ ارامه نه ده، د جګړو ننګونې لا هم شته. موږ بايد د سولې د ساتلو پر ارادې ټينګار وکړو.

شي جين پينګ زياته کړه چې د سولې لپاره به چين تل د سولې او پرمختګ پر لارې ټينګار وکړي. بېلا بېل هېوادونه بايد نړيوال نظام او نړيوال سيسټم ساتنه کې مرسته وکړي چې اصلي موضوع يې د م م منشور او اصول دي، د همکارۍ او ګډو ګټو پر بنسټ دې د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ټينګولو لپاره هڅې وکړي. همدارنګه د چين دولت رئيس شي جين پينګ اعلان وکړ چې دری لکه سرتيري به کم کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای