CRI Online

جانګ ګاو لي د پاکستان له ولسمشر ممنون حسين سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2015-09-03 20:47:09

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو دايمي غړي او د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د سپټمبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له ولسمشر مامنون حسين وکتل چې د جاپاني تيري ضد د ملي مبارزې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۷۰مې کاليزې د يادونې په مراسمو کې د ګډون په موخه بېجينګ ته راغلی دی.

ښاغلي جانګ وويل، چې په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د قوې پرمختګ په حال کې وې. د تېرې اپريل په مياشت کې رئيس شي جين پينګ په بريالۍ توګه له پاکستان څخه ليدنه وکړه او غني پايلې يې تر لاسه کړې دي. چين ته ستا د سفر په ترڅ کې دواړو هېوادونو په څو ساحو کې موافقو ته رسېدلي دي. چين به د شويو ګډو نظريو د پلي کېدو لپاره له پاکستان سره ګډ کوښښونه وکړي او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ابادولو پر بنسټ د ګوادار بندر جوړېدو، انرژۍ، ترافيکي اساسي تاسيساتو او صنعتي چارو په برخو کې د همکارۍ په عمده ټکی د يو کمربند او يوې لارې ستراتيژۍ تر سره کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای