CRI Online

نړيوالې ټولنې په پوځي پريډ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وينا لوړه وستايله

cri     (GMT+08:00) 2015-09-05 18:15:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې په هغه پوځي پريډ کې چې د جاپاني تېري پرضد د چينايانو ملي جګړې او د فاشيزم پرضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ٧٠ مې کاليزې د يادولو په موخه ترسره شو، يوه وينا وکړه او دغه وينا بيا وروسته د نړيوالې ټولنې لخوا لوړه وستايل شوه. ځيني بهرنيان او خبري رسنۍ وايي، د رئيس شي جين پينګ له وينا څخه د چين ټينګ هوډ ښکاري چې چين به سوله او عدالت وساتي او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره به ګډه د سوله ييزې پرمختيا او ګډې سمسورتيا د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

د تايلنډ د اسيا ورځپاڼې مرستيال رئيس چيان فنګ وويل، چې د شي جين پينګ له وينا څخه مو يوه مهمه کلمه واورېدله يعنې سوله. د چين لخوا د جګړې د برياليتوب يادونې د سوله ساتلو په اړه د چينايانو ټينګ هوډ او باور په ګوته کړی او نړيوالو ته يې په دې هکله د چين توان هم ښودلی دی.

د فلسطين د ازادۍ سازمان سرمنشي سيب اريکات وويل، چې چين تل ادعا کړې چې شخړې دې د سوله ييزو لارو چارو له لارې حل شي. فلسطينيان د دې له امله د چين لوړه ستاينه کوي چې نه يوازې يې د منځني ختيځ د سولې لپاره ، بلکې د منځني ختيځ، افريقا او اسيا د پرمختيا لپاره يې هم هڅې کړې دي.

دغه راز د امريکا کارپوه ټيد کارپينټر، د جاپان د اساهي شيمبون په نوم ورځپاڼې او د امريکا د لوس انجليس ټايمز ورځپاڼې په شمول ګڼ شمېر کارپوهانو او خبري رسنيو هم په جلاجلا توګه د مقالو په خپرولو سره د رئيس شي جين پينګ وينا لوړه ستايلې ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای