د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د سپتمبر په پنځمه نېټه وويل، ايران غواړي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د رسمي غړي هېواد په توګه ومنل شي.
د ايران خبري اژانس د خبر سره سم، روحاني د قيرغزستان له ولسمشر المازبيک اتامبايف سره د ليدنې په وخت کې يادې خبرې وکړې. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ايران ګډون کول د دې سازمان او ايران د ګټو سره سمون لري. اتامبايف وويل، قيرغزستان د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ايران د رسمي ګډون ملاتړ کوي. زه باور لرم چې د ايران ګډون کول به د اقتصادي اغيزې د پراخېدو او د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو په برخو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان ته ګټې ورسوي.
برسيره پر دې، دواړو مشرانو د سيل، کولتور، تخنيک او د ترهګرو پر ضد د مبارزې په برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. روحاني وويل، د دواړو هېوادونو تر منځ مستقيمه هوايي کرښه به پرانيستل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |