د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په شينجيانګ کې به د صادراتو او وارداتو يو نړيوال مرکز جوړ شي.
د شينجيانګ د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د تازه شميرنې له مخې، د سږ کال تر لومړۍ نيمايي پورې، د هغو اورګاډو شمېر چې له شينجيانګ څخه لوېديځو هېوادونو ته حرکت کوي، شپږ نويو ته ورسېد. د چين توليدات په اروموچي ښار کې غونډېږي، او د يادو اروګاډو له لارې لوېديځ ته ليږدول کيږي.
شينجيانګ د ٢٠١٤م کال په پيل کې لوېديځ ته د اورګاډۍ کرښه پرانسته. د دې کرښې لومړۍ موخه د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو اړوند ښارونه دي. د سږ کال له پيل څخه راپدېخوا، ګرجستان او ترکيې ته هم کرښه پرانستل شوه، ايران او روسيې ته کرښه اوس تر څيړنې لاندې ده. په شينجيانګ کې به د صادراتو او وارداتو يو نړيوال مرکز جوړ شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |