CRI Online

د شانګهای د همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد شورا غونډه په تاشکند کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2015-09-18 20:10:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد سيمه ييزه شورا اووه ويشتمه غونډه د سپتمبر په اتلسمه نېټه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې تر سره شوه.

د چين، قزاقستان، قرغيزستان، روسيې، تاجکستان او ازبکستان په شمول د شپږو غړيو هېوادونو او د دغه شورا استازو په دغه غونډه کې ګډون درلود. د چين د عامه امنيت د وزارت مرستيال لي وي د چيني پلاوي په مشرۍ په دغه غونډه کې برخه واخيست.

په دغه غونډه کې د دغه شورا د اجرايوي کميټې کارونه وستايل شول او د ۲۰۱۶ کال لپاره د دغې کميټې کاري پلان او د دغه سازمان د سرحدي دفاع څانګو د کارپوهانو د ګروپ کاري پلان تصويب شو. دغه راز، برخوالو د ترهګرۍ پر ضد د دغه سازمان په چوکاټ کې د تمرين لوړه ستاينه وکړه، په دې سيمه کې د ترهګرۍ، افراطيت او بېلتون غوښتونکي پر ضد د مبارزې لپاره تدبيرونه يې وکړل او د اساسي قانوني مسئلو په باب يو لړ پريکړې يې وکړې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای