CRI Online

د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې د جوړېدو د شپېتمې کليزې د نمانځنې په موخه جوړ شوی نندارتون په بېجينګ کې پرانستل شو

cri     (GMT+08:00) 2015-09-21 16:35:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې د جوړېدو د شپېتمې کليزې د نمانځنې په موخه جوړ شوی نندارتون د سپتمبر په شلمه نېټه د بېجينګ په قومي کولتوري ماڼۍ کې پرانستل شو.

په دې نندارتون کې د ريس شي جين پينګ يو انځور هم لېدل کيږي، چې د اويغور د دوو انجونو لخوا انځور شوی دی.

،د دغه انځور اوږدوالی يو اعشاريه دوه پنځوس متره دی، سور يې صفر اعشاريه اته متره دی، دغه انځور د ياقسو سيمې د کوچا ولسوالۍ د خيناشان انيوار او ميژګلي انيوار په نوم د دوو انجونو لخوا جوړ شوی . په دې انځور کې د دولت رئيس شي جين پينګ د عکس ترڅنګ ، ملي نښان، ملي بيرغ، د تيان أن من ډګر او سوله ييزې کوترې ليدل کيږي. د مرکزي حکومت د ښو پاليسيو د پلې کېدو له امله د يادوو دوو انجونو ژوند ډېرښه شوی دی، نو دوی له مرکزي حکومت څخه د مننه څرګندولو لپاره دغه انځور جوړ کړی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای