CRI Online

له شينجيانګ سره د مرستې په اړه پنځمه ملي غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2015-09-23 20:32:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، له شينجيانګ سره د مرستې په اړه پنځمه ملي غونډه د سپټمبر په درويشتمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو دايمي غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشر يو جنګ شنګ او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو دايمي غړي او د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي پکې ګډون درلود او مهمې ويناوې يې وکړې. په دغه غونډه کې د شينجيانګ د کار په اړه د مرکزي کميټې د دوهم سمينار او د رئيس شي جين پينګ د يو لړ مهمو لارښوونو سره سم کاري تجربې راغونډې شوې او نوی کارونه ميشت شوي دي، تر څو له شينجيانګ سره مرستندويه کارونه د شينجيانګ د ټولنې دايمي ثبات او امنيت وساتل شي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تشکيلاتي څانګې، د تعليم او ښوونې وزارت، د جيانګ سو ولايت، هو بې ولايت او د اړوندو تصديو استازو په دغه غونډه کې ويناوې وکړې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای