د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د خلکو ورځپاڼې د سپتمبر په ٣٠مه نېټه د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د جوړېدو د ٦٠مې کاليزې د نمانځنې په موخه د ښکلي شينجيانګ د ابادۍ او په ګډه د هېواد هيلې د پوره کېدو په نوم يوه مقاله خپره کړه او د بېلا بېلو قومونو خلکو او د شينجيانګ ثبات ساتونکو او د يوه سمسور شينجيانګ خدمت ورکوونکو ته يې د اختر نيکې هيلې او مبارکۍ وړاندې کړې.
په ياده مقاله کې په تېرو ٦٠ کلونو کې د شينجيانګ د اقتصادي ابادۍ،د خلکو ژوند،ټرافيک او ترانسپورټ،کولتور او ښوونې او د قومي اړيکو په برخو کې تر لاسه شوي برياليتوبونه ياد شوي او دا ټول د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو خلکو د يووالي برياليتوبونه دي،د بېلا بېلو قومونو خلکو ګډه سمسورتيا او پرمختګ او په شينجيانګ کې د ملي خپلواکې د اداري نظام بريالۍ تجربه ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |