CRI Online

د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې غونډه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2015-10-01 15:10:25

د اکتوبر لومړۍ نېټه د چين د ولسي جمهوريت د ٦٦ مې کاليزې او هم د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د جوړېدو د ٦٠ مې کاليزې له ورځې سره برابره ده. په همدې ورځ د سهار په لسو نيمو بجو د دغې ورځې د نمانځنې غونډه په شينجيانګ کې د خلکو په لوی تالار کې جوړه شوه.

د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړې، مرستيال صدراعظمې او هم د مرکزي حکومت د پلاوي مرستيال مشرې ليويان دونګ په نوموړې غونډه کې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې، د ملي ولسي کانګريس د دايمي کمېټې، د دولت شورا، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس، د مرکزي نظامي کميسيون د اختر د مبارکۍ پيغام ولوست او ويې ويل، چې شينجيانګ په تېرو ٦٠ کلونو کې د ډېرو کوششونو له لارې د ليدو وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړې او له دې څخه ښکاري چې د شينجيانګ د کارونو په اړه د مرکزي حکومت تګلارې او د قومي مسئلو حل لاره د هېواد او شينجيانګ له اړتياوو او د بېلابېلو قومونو له ګټو سره سمون لري.

بيا وروسته د مرکزي حکومت پلاوي مشر يو جنګ شنګ يوه وينا وکړه او ويې ويل،چې د اقتصادي ودې، د خلکو د ژوند ښه والي، اصلاحاتو او ورخلاصون ، قومي، مذهبي او ګوندي کارونو په شمول د شينجيانګ ټولې چارې بايد د ټولنيز ثبات او دايمي امنيت د ساتلو په موخه ترسره شي.

د مرکزي حکومت پلاوي د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو ترمنځ د يووالي د پياوړتيا په موخه پنځوس مليونه ژن مين بي يوانه شينجيانګ ته ورکړل. يو جنګ شنګ د شينجيانګ د اقتصادي ودې د چټکولو په اړه وويل، چې شينجيانګ بايد د يو کمربند او يوې لارې د پرمختيايي فرصت په نيولو سره يوه دوام لروونکې پرمختيايي لاره ووهي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای