CRI Online

د شينجيانګ محصلين

cri     (GMT+08:00) 2015-10-01 16:00:53

هر کال د پوهنتونونو د تعليمي دورې د پيل په درشل کې د شينجيانګ زيات ځوان محصلين د زده کړې لپاره له خپل ټاټوبي څخه حرکت او د هېواد نورو ښارونو ته ځي.

١٨ کلنه اويغوري نجلۍ ګلزري چې له يادو شويو محصلينو څخه يوه ده، اوس د جونګ چينګ پوهنتون يوه محصله ده. هغې وويل، هيله لرم چې له فارعېدو وروسته بېرته شيجيانګ ته لاړه شم او يوه معيانه خانه جوړه کړم، تر څو چې د ځايي طبي پرمختګ لپاره خدمتونه وکړم.

د سپتمبر په ٢٥مه نېټه، ګلزري او د هغې ټولګيوال چې د شينجيانګ محصلين هم دي، د سپوږمۍ اختر د نمانځنې لپاره د نندارې په تمرين بوخت دي.

د تمرين په ترڅ کې، ګلزري انديښمنه ده چې د هغې ملګري په بريالۍ توګه نندارې کولی شي او که نه.

په پای کې د دوی ښکلې نڅا په نندارو کې د يو ډېر مهم پروګرام په توګه ټاکل شوې. د شينجيانګ يوې نجلي وويل چې د څو ورځو کوښښونه بې ځايه نه دي، زموږ قومي نڅا مو په ښه توګه نندارې ته ښودلې، او لا زياتو کسانو ښکلی او رښتينی شينجيانګ پېژندلی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای