د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو او کتونکو هېوادونو ٣مه غونډه د اکتوبر په ٢٢مه نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې تر سره شوه.بېلا بېلې خواوې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه موافقې ته ورسېدې.
ياده غونډه د ترهګرۍ پر ضد د شانګهای د همکارۍ سازمان د اجرائيوي کميټې له خوا جوړه شوې وه.د دې سازمان د غړو هېوادونو،کتونکو هېوادونو او د يو شمېر نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو استازو په غونډه کې ګډون وکړ.د ګډون کوونکو په اند د سيمه ييز ثبات ساتنه د بېلا بېلو غړو هېوادونو لومړنۍ دنده ده،نو بېلا بېلې خواوې دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه دې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |