د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د ترهګرۍ او تندلارۍ پرضد د مبارزې په موخه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو او کتوونکو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره درېيم سمينار د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې تر سره شو.
دغه سمينار د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په هکله د شانګهای همکارۍ سازمان د اجرائيوي کميتې له خوا جوړ شوی و.د چين او روسيې په شمول د دې سازمان غړو هېوادونو،د افغانستان او هند په شمول د دغه سازمان کتوونکو هېوادونو او د ځينو اورګانونو استازو په دې غونډه کې ګډون درلود.
برخه والو پردې ټينګار وکړ چې د سيمه ييز ثبات ساتنه په امنيتي ساحه کې د دې سازمان د غړو هېوادونو او کتوونکو هېوادونو لومړی دنده ګڼل کيږي، نو اړوندې خواوې بايد خپلمنځي همکاري پياوړې کړي او په ګډه سره دې له ترهګرۍ او تندلارۍ سره مبارزه وکړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |