د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونېست ګوند د ١٨مې دورې د مرکزي کميټې ٥مه عمومي غونډه د اکتوبر له ٢٦مې نېټې څخه تر ٢٩مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه.بهرنيو خبري رسنيو دغې غونډې ته ډېره پاملرنه کړې او د دې غونډې په اړه يې اړوند راپورونه خپاره کړي دي.په غونډه کې د ١٣م پنځه کلن پلان او د لوړپوړيو چارواکو د ټاکنو په اړه بحث کېږي.
د امريکا د وال ستريټ ورځپاڼې په ګډون بهرنۍ خبري رسنۍ په جلا جلا توګه د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ په اړه ١٣م پنځه کلن پلان ته په درنه سترګه ګوري.د وال ستريټ ورځپاڼې په اند په ياده غونډه کې به په راتلونکي کې د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه د اصلاحاتو تدبيرونه وټاکل شي.په نړۍ کې عمده خبري رسنيو د چين د اقتصادي زياتوالي انډول ته پاملرنه کړې او د دوی په اند ښايي په راتلونکو ٥ کلونو کې دغه انډول ٦ اعشاريه ٥ سلنې ته ورسېږي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |