CRI Online

د چين د کمونست ګوند د اتلسمې مرکزي کمېټې پنځمه عمومي غونډه پای ته ورسېدله

cri     (GMT+08:00) 2015-10-30 17:32:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د اتلسمې مرکزي کمېټې پنځمه عمومي غونډه د اکتوبر په نهه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېدله. په دې غونډه کې د چين د پرمختګ په اړه ديارلسم پنځه کلن پلان تصويب شو. په دې غونډه کې په تصويب شوې اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی چې د چين د پرمختګ د اوسنۍ ستونزې د لرې کولو لپاره بايد د نوښت، همغږۍ، د چاپېريال ساتنې، ورخلاصون او د ګډو ګټو په مرکز د پرمختګ نوي افکار وټاکل شي. د چين يو اقتصادي کارپوه چو جيان فانګ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل

(( په دې اعلاميه کې د نوښت پرمختګ ته لومړيتوب ورکول کېږي چې د هېواد د پرمختګ د عمومي حالت ټکی بلل کېږي. دا لومړی ځل دی چې موږ دا وړاندې کړې چې نوښت بايد د ګوند او هېواد په ټولو کارونو کې شامل وي. ))

د يادې اعلاميې تر خپرېدو وروسته سمدلاسه يې د خبري رسنيو ډېرې پاملرنې راجلب کړې دي.

د ديارلس پنځه کلن پلان موده يعنې له ٢٠١٦ کال څخه تر ٢٠٢٠ کال پورې، د چين د پرمختګ لپاره ډېره مهمه مرحله ده. چين به د دغې موخې د عملي کولو لپاره کوښښ وکړي چې تر ٢٠٢٠ کال پورې په چين کې په پوره توګه سمسوره ټولنه جوړه شي. د چين مشهور اقتصادي کارپوه ما ګوانګ يوان وويل

(( زموږ اوسنۍ تر ټولو لويه کمزورتيا دا ده چې په هېواد کې له نوښت څخه يو ملاتړ کوونکی سيستم نه شته. په راتلونکو پنځو کلونو کې د چين رښتينې موخه دا ده چې د اقتصادي نوښت شکل جوړ او يوه نوښتګره ټولنه جوړه شي. که دغه موخه عملي شي، سمسوره ټولنه به جوړه شي، بېوزلۍ به له منځه يووړل شي او د وګړيو عايدات به يو چند زيات شي. د چين د اقتصاد راتلونکی پرمختګ نوښت ته اړتيا لري. ))

په ياده اعلاميه کې د نوښت چارو د هڅولو په اړه يو لړ مشحص تدبيرونه وړاندې شول، مثلا د نوښت په مهمو ساحو کې به ځيني دولتي لابراتوارونه جوړ شي، د صنعتي چارو نوی سيستم به جوړ شي، د صنايعو بنسټ د پياوړی کولو پروژه به ترسره شي او داسې نور. د ښاغلي چو جيان فانګ په اند، د نوښت پرمختګ به د چين پر اقتصاد او ټولنې د مهمې اغېزې کولو تر څنګ د توکيو د لوړې کچې جوړونکو صنايعو ته به ډېرې ګټې ورسوي. ده وويل

(( د نظام او تکنالوژۍ په برخو کې نويې نظريې به د توکيو د لوړې کچې د جوړونکو صنايعو د لا نور ښه پرمختګ هڅونکی ځواک وګرځي. برسيره پر دې، خدمتي چارې به هم د پرمختګ ښه زمينه تر لاسه کړي. اوسنۍ خدمتي چارې د سياسي ادارې د کنټرول او د يو ډول انحصار له امله د محددوېدو په حال کې دي، لکه طبي چارې او د مسترۍ چارې او داسې نور. د نوښت په وسيله د سياسي نظام په برخه کې د بدلون په اثر به دغو چارو ته د پرمختګ ښه راتلونکی برابر شي.))

دغې اعلاميې د چين په راتلونکی پرمختګ کې پر نوښت د ټينګار تر څنګ دې ته هم اشاره کړې چې همغږي، چاپېريال ساتنې ، خلاص او شريک پرمختګ ستر اهميت لري. د چين د اصلاحاتو او پرمختګ د څېړنيزې ادارې د مشر چي فو لين په اند، د پنځمې عمومي غونډې له دغې اعلاميې څخه د چين د اصلاحاتو د ژورتيا ځانګړتيا او د پرمختګ په اړه د چين د نظريو پوره لوړتيا ښکار شوې ده. هغه وويل

(( له دې اعلاميې څخه زموږ د پرمختګ نظريې لوړتيا ښکار شوې، په تېره بيا د اقتصاد او ټولنې له لحاظه په پوره توګه د سمسورې ټولنې د جوړولو په هکله ځينې مشحص مقصدونه او مهمې دندې يې وړاندې کړې تر څو وګړيو ته د پوره سمسورې ټولنې د موخې او محتوياتو په اړه څرګند مالومات وروپېژندل شي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای