CRI Online

د سمسورې ټولنې جوړول د چيناياو نوې هيله ده

cri     (GMT+08:00) 2015-11-04 17:31:26

د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کميټې په پنځمه غونډه کې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په هکله ديارلسم پنځه کلن پلان تصويب شو چې په کې په هراړخيزه توګه د سمسورې ټولنې د جوړېدو نوي هدفونه وړاندې شوي او دغه هدفونه د چينايانو لپاره نوې هيلې ګرځيدلې دي.

د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کميټې د پنځمې غونډې په اعلاميه کې پر دې ټينګار شوي چې د ديارلسم پنځه کلن پلان موده يعنی له ٢٠١٦ کال څخه تر ٢٠٢٠ کال پورې، په هراړخيزه توګه د سمسورې ټولنې د جوړېدو کلی مرحله ده او دغه پلان د دغې موخې د عملي کېدو لپاره طرح شوی دی. دغه پلان د سمسورې ټولنې د جوړېدو په اړه د خلکو له تاودو هيلو څخه څرګندويي کوي او د دغه پلان له اعلانېدو وروسته سمدلاسه د ټولنو لوړې پاملرنې راجلب کړې دی. د عادی خلکو په منځ کې د سمسورې ټولنې په هکله مختلفې نظريې راټولېدلي. (اواز)

لومړی خلک بايد د نيکمرغۍ احساسات پيدا کړي، دويم دا چې سياست دی پاک او سپيڅلی وي. که دغه دوې چارې عملی شي، د سمسورې ټولنې جوړېدو موخه به په خپله ريښتنې شي.

زما په نظر په سمسورې ټولنې کې دې عدالت، سياسي رڼوالي او سپيڅليتوب، د خلکو په ژوند کې دې شتمنې او هوساينه رامنځته شي.

زما په اند د سمسورې ټولنې اصلي مانا دا ده چې خلک وکولی شي په خوشحالې سره ژوند وکړي.

د سمسورې ټولنې مانا څه ده؟ په دې اړه د چين د مرکزي حکومت د مالي چارو د لارښوونې دفتر د منشي مرستيال يانګ هوې مين وويل (اواز)

سمسوره ټولنه نه يوازې د اقتصادی پرمختګ او د خلکو د ژوند لپاره بلکې د هېواد د پرمختګ او د ټولنيز پرمختګ هدف هم دی چې له مخې به يې اقتصاد لا پرمختګ ومومي، په ديموکراتيکه او قانوني ډول به ادارې سيستم بشپړ شي، کولتور به نور هم رنګارنګ شي، ټولنه به لا هوسا شي، د خلکو ژوند به لا شتمن شي، ايکولوژيکي چاپيريال به ښه والی پيدا کړي او ميکانيزم به بشپړ شي.

په سمسورې ټولنې کې د خلکو ژوند لا شتمن او کافي وي، خو بنسټيز پرمختګ يې مخکنی شرط دی. د چين اقتصاد به په راتلونکو پنځو کلونو کې په ثابت او چټک ډول پرمختګ وکړي او په نوي عادی حال کې به د چين د اقتصادي پرمختګ سرعت او کيفيت د هېواد په دننه او بهر کې د بېلا بېلو ټولنو د پاملرنې وړ وګرځي. د چين د خلکو پوهنتون د مالي او پولي چارو پوهنځي مرستيال جاو شي جون دا نظر لري چې د هراړخيزې سمسورې ټولنې د جوړېدو موخې لاسته راوړل يوه برخه يې اقتصادی پرمختګ دی چې له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی. (اواز)

په هراړخيزه توګه د سمسورې ټولنې جوړېدو لپاره يو اړين معيار شتون لري چې د هر تن په سر د جی دي پي ارزښت دوه چنده زيات شي. اوس موږ تر يوې اندازې پورې بنسټيزې رول لرو، خو له زياتو ننګونو سره هم مخامخ يو لومړی دا چې د اوسنيو صنعتي چارو شکل څنګه بدل کړو او دوديزې توليدي چارې څنګه په عصری توليدي چارو بدلې او پرمختګ ورکړو؟ دويم دا چې څنګه ستراتيژيکی نوې سمسورې چارې څنګه په راتلونکو پنځو کلونو کې نوی پرمختګ موندل شي او زموږ څنګه د راتلونکې اقتصادی پرمختګ لپاره نوی ځواک برابرولی شو؟

د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کميټې په پنځمه غونډه کې د اقتصاد د چټک پرمختګ د وړاندې کېدو په همدې وخت کې په برابره او دواملرونکې توګه پرمختګ هم ياد شوی دی. کارپوهانو وايي په راتلونکې کې د پرمختګ په بهير کې به حکومت د اقتصادی پرمختګ کيفيت، د اقتصاد او چاپيريال او د هوساينې ټولنې چارو ته لا پاملرنه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای