د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د ديارلسم پنځه کلن پلان په اړه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې وړانديزونه د نومبر په ۳مه نېټه خپاره کړل. په دې وړانديزونو کې راغلي چې چين به په مثبته توګه د نړيوال اقتصاد په ادارې کې برخه واخلي او د نړيوالې اقتصادي ادارې سيستم د اصلاحاتو د بشپړېدو، د نړيوالو اقتصادي اجنداوو د لارښوونې، د نړيوال اقتصادي نظام د عادلانه او مساوي کېدو او د ګډو ګټو د پياوړتيا لپاره به هڅه وکړي. چين بايد د عمومي اقتصادي تګلارو د نړيوالې همغږۍ د پياوړتيا، د نړيوال اقتصاد د برابري، پولي امنيت او د اقتصادي زياتوالي د ثابتېدو لپاره تدبيرونه ونيسي. دغه راز، چين بايد په فعاله توګه د انټرنيټ، ژور سمندر، قطبي سيمې او ليری فضا په شمول نويو ساحو کې د نړيوالو قواعدو په جوړولو کې ګډون ولري.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |