CRI Online

د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې د چين د جي ډي پي شمېر ٧٨٠٠ امريکايي ډالرو ته رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2015-11-03 19:01:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند مرکزي کمېټې د نومبر په درېيمه نېټه د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د ديارلسم پنځه کلن پلان د جوړولو په اړه وړانديز خپور کړ . په دې وړانديز کې ويل شوي، چې د دوولسم پنځه کلن پلان (٢٠١١-٢٠١٥)په موده کې د چين اقتصاد په نړۍ کې دوهم ځای نيولی او د يو مليارډ او درې سوو مليونو تنو چينايانو د هر تن په سر د جي ډي پي شمېر څه باندې ٧٨٠٠ امريکايي ډالرو ته زيات شوی دی.

دغه راز د جي ډي پي په جمله کې د درېيم صنعت يعنې د خدمتي چارو د زياتوالي انډول د دوهم صنعت په پرتله زيات شوی ، د بنسټيزو تأسيساتو سويه لوړه شوې، کرنيزه توليدي اندازه هم په مخ په زياتېدو ده او د خلکو د ژوند په سويه او کيفيت کې هم ډېر ښه والی رامنځته شوی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای