د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند مرکزي کمېټې د نومبر په درېيمه نېټه د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ په اړه د ديارلسم پنځه کلن پلان په اړه وړانديز خپور کړ. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې هکله دې ته اشاره وکړه، چې له ٢٠١٦ کال څخه تر ٢٠٢٠ کال پورې د چين کلنی اقتصادي زياتوالی بايد تر ٦.٥٪ کم نه شي.
رئيس شي وويل، په خپور شوي وړانديز کې د ملي اقتصاد او اقتصادي پرمختګ په اړه يو لړ نوې غوښتنې او مهم تدابير وړاندې شوي او دا به خلکو ته زياتې ګټې ورسوي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |