CRI Online

د ديارلسم پنځه کلن پلان په اړه تبصره

cri     (GMT+08:00) 2015-11-04 17:30:49
سياسي او اقتصادي کارپوه محب الله شريف

د هر څه نه مخکې بايد په دې باندې سړی خبر وکړي، چې د دغه ګوند يا ددغې سياسي ډلې په چين کې حاکميت دی، چين د خلکو لپاره تر کومه بريده پورې کار کوي، خپله چينايان، نړۍ او دغه سيمه د دې شاهده ده، اما هغه پلانونه چې دوي د چين لپاره تيار کړي دي، په طبيعي ډول باندې دوي به د چين ټول موضوعات په نظر کې نيولي وي، دهغوی اقتصادي وده، د هغوی د خلکو لپاره اسانتياوې او سوکالي.......او ددې په خوا کې په سيمه يزه او نړېواله کچه چې چين په راتلونکې کې په ځانګړې توګه په راتلونکو پنځو کالونو کې چې له کومو نړېوالو رقابتونو او حريفانو سره مخامخ دی، په طبيعي ډول به د هغه لپاره هم څه شی ځای پر ځای کړي وي، زه فکر کوم، چې داسې پلان جوړونه چې هغه د څو کالونو لپاره وي او هغه هم د د ولس حالت په نظر کې ونيسي ، دا د چين لپاره او او د چين ولس لپاره د بريالېتوب علامه ده، او و به کولی شي، چې د ښه راتلونکې په لور باندې ښه ګامونه واخلي او له ټولو ظرفيتونو څخه ښه استفاده وکړي..

ګوری!! دا اقتصادي چارې داسې دي، چې کله چينايان د نړۍ له اوسني وضعيت سره مخامخ دي،، او په نړۍ کې يو لوی او مشر صنعتي هيواد دی، په داسې حالت کې له دوي نه غوښتنه دا ده، د دوي د نفوس د زياتېدو په مقابل کې چې دوي نړۍ ته هغه څه ورکړي، چې نړۍ يې ترې غواړي، او نړۍ د دوي بازار لپاره يوه پراخه دروازه ولري، او دوي هم وکولی شي، چې نړۍ نه هغه څه لاس ته راوړي، چې دوي په اقتصادي لارو چارو کې ورته اړتيا لري، تر ټولو مهمه ورته دا ده، چې دوي وکولی شي، دا خپل ځای وساتي، او خپله اقتصادي وده،او پراختيا چې تر اوسه پورې په کوم ډول روانه ده، چې له دې نه وروسته يې هم جاري وساتلی شي، زه فکر کوم، په داسې حالاتو کې به د چين بريالیتوب وي، او هغه څه چې دوي نړی ته ورکوي، د چين ولس ته يې ورکوي، په هغې کې به بيا هم د دوي د همغه مخکښ اقتصادي هيواد حيثيت ځان ته غوره کړي او لا به يې وژغوري او به يې ساتي، که چېرته په دغه پلان او له اوسنيو غوښتنو سره چې دا يوه ډېره مهمه مسله ده، چې دوي په هرو پنځو کالونو کې او يا له هر پنځو کالونو څخه وروسته يوه خاصه ستراتيژي تشکيلوي او دغه ستراتيژي او پلانونه په ډېر منظم او کاري شکل باندې عملي کوي، او د هغې پايلې له نړۍ او خپل ولس سره شريکوي.

چينايان تر ډېره بريده، چې تر اوسه پورې لېدل شوي دي، دوي اکثره وخت چې کوم پلان لري، او يا هم کومې مشترکې ملي موخې په لور حرکت وي، نو دوي په يوه لاس د هغه لوري خوا ته حرکت کوي، او حکومت يې په توانيږي، چې ولس په داسې شکل رهبري کړي، چې هغه خپلې ټاکلې موخې ته يې ورسوي، او خپل اهداف تر لاسه کړي، د دې په خوا کې د دوي ښه والی او ځانګړتيا هم دا ده، چې که دوي ټوټې کيږي او مختلف نظريات وړاندی کيږي، له مختلفو نظرياتو نه مختلف هدفونه ټاکل کيږي، ولس ويشل کيږي، نو د هدف او موخې د حاصلولو چانسونه هم را کميږي، دلته زه فکر کوم، چې د دوي وړتيا په همدې کې ده، او تاريخ هم ٍثابته کړې ده، چې دوي خپلو اهدافو ته اکثريت وخت په اقتصادي چارو کې رسيدلي دي...

زه فکر کوم، چې مهم ټکی زمونږ لپاره همدا دی، چې افغانستان له يوې دغسې افتصادي پراختيا نه، چې په خوا کې يې ګاونډی چين کوي، او هغې ته يې ملا تړلی ده، د دغې لپاره پلان لري، او د دغې لپاره خپل ظرفيتونه او خپلو مهارتونو څخه کار اخلي، ولس يې پکې شرکت کوي، په دې کې افغانستان هم ورسره نږدې دی، نو خپلې اقتصادي چارې د چين له دغه پارختيايي پلان سره داسې همغږۍ کړي، چې مونږ هم وکولی شو. چې له دغو لاس ته راوړنو نه په شريکه توګه ګټه واخلو، او له اقتصادي چارو نه يې هيواد ته هغه څه لاس ته راوړو، چې مونږ يې له بل لوري څخه لاس ته نه شو راوړلی،

زه فکر کوم، چين ښايي د مونږ لپاره ډېر ارازانه .او.... تر ټولو به ښه کوالټي او په ښه کيفيت باندې يو داسې مارکيټ وي، چې له دوي نه مونږ يو شی اخلو، خپل هيواد ته وارد کوو، او ددې پخوا کې د دوي د مهارتونو د دوي له ماشينرۍ او اصلي ټکنالوژٍۍ نه کار واخلو،. او په هيواد کې هر هغه څه چې په ابتدايي شکل دي، هغه په عصري شکل تبديل کړو او ښه لاس ته راوړنه ترې ولرو، تر څو خپل اقتصاد مو بريالی او وغوړيږي.

زه فکر کوم، له چين سره مونږ او تاسو په دريو ټکو باندې اشتراک لوري ته ځو........... هغه دا چې، لومړۍ خام مواد په افغانستان کې شته، چې چين هم ورته اړتيا لري، دوهم: په چين کې هغسې تکنالوجي، ماشينري او يا هم ماشين الات شته، چې مونږ د اقتصاد د ودې د بنسټونو د تيارولو او جوړولو لپاره ترې کار اخيستی شو.

دريم: هغوی ډېره ښه کاري او تجربه شوې قوه لري، چې له هغې څخه زمونږ د افغاني قوې او د افغاني اقتصاد پراختيا او خوځښت لپاره د مسلکي کسانو په شکل کار واخيستل شي، او دغسې دغه پوهه افغانانو ته انتقال کړای شي، او افغانان هم داسې ستراتيژي د هغوی ستراتيژي نه بلکې د هغوی نه د مثال په اخيستلو الهام اخيستلو دې ته راشي ، يو هدف مو ټاکلی وي او په اقتصادي چارو کې ټول يو له بل سره په همغږۍ وکولی شو، افغانستان د يوه پرمختللي او ښيرازه اقتصاد په لور باندې پر مخ بوځو ..

ليکوال او ژورناليست او په افغانستان کې د يوې اقتصادي ورځپاڼې مسول مدير............... نظيم سمون

د چين کمونيست ګوند، ما په خپله د ګوندونو په اړه يو ريسرچ کړی او په دې وروستيو کې يو کتاب هم خپور شو،،،،، کله چې ما د چين د کمونيست ګوند په اړه دقيقه توګه په خپل کتاب کې مې په دې اړوند په يوې موضوع باندې بحث کوو، نو له ډېرو جالبو شيانو سره مخ شوم، لومړی دا چې د چين کمونيست ګوند په نړۍ کې يوازېنی ګوند دی، چې د چپي افکارو يعنې راډيکاليستانو په ډله کې لومړنی ګوند و، چې دوي خپل هويت وساته، او هويت يې هم داسې وساته، چې کله ماوو بريالی شو، تر هغه وروسته په ١٩٧٩ کال کې دوي هغه خپله تګلاره بدله کړه، يعنې د چين لپاره يې د پرانيستي ور په نوم يوه تګلاره خپله کړه ....... نو دغه تګلاره د چين لپاره ډېره بريالۍ ثابته شوه، نو له دې امله چې چين په نړۍ کې په ډېرې چټکۍ سره د اقتصادي ودې په لور ګامونه واخيستل او نن چين په اسيا نه بلکې امريکا او اروپا سره په اقتصادي ډګر کې د مقابلې لپاره ولاړ دی، نو چين کمونيست ګوند د خپل هيوادنۍ او ملي ګټو سره خپله پاليسي اعياره کړه، او پر همدغه لوري يې ګامونه واخيستل، ډېر اصلاحات يې راوستل، همدغه تګلاره سبب شوه، چې نن چين په نړۍ کې دوهم او يا دريم لوی اقتصادي ځواک دی.

اوسنی او او وروستۍ غونډه د دې ګوند پنځمه عمومي غونډه چې په چين کې ترسره شوه، دوي د چين لپاره يو پنځه کلن پلان تصويب کړ او زه باور لرم، چې دغه پلان به هم وکولی شي، چې په راتلونکو لس او يا شلو کلونو کې چين د نړۍ د اقتصاد په لومړۍ ليکه کې ودروي، دوي به خامخا په دغه پلان کې خپل راتلونکي تدابير سنجولي وي، راتلونکې ګټې به يې سنجولي وي، او چين يو له هغو هيوادونو څخه دی، چې باثباته اقتصادي وده تجربه کوي، او ډېر سيتماتيک پلان سره سم روان دی.

له شک پرته، لکه څرنګه چې اوس چين تقريبا د ثبات په لور درومي، او ډېر ښه اقتصاد لري، سياسي ثبات يې تامين دی، موجوده خطرونه يې دفع کړي دي، نو دوي به وکولی شي، چې د پلان له مخې ډېر ښه پر مخ لاړ شي، زه فکر کوم چې په راتلونکو لسو نه تر شلو کالونو پورې به چين د نړۍ لومړنۍ اقتصادي ځواک وي او دا به نه يوازې د چين بلکې د اسيا لپاره هم يو ښه زيری وي، چې په لومړي ځل اقتصادي قدرت له لوديځ نه اسيا ته انتقاليږي، چې هغه لپاره بلقوه بلفعل کانديد په خپله چين دی .

چين زمونږ لپاره له نيکمرغه ډېرښه فرصت دی ، مونږ له چين سره سرحد لرو، او مونږ د چين په پراختيايي پروژو لکه د وريښمو لارې په پروژه کې مونږ شامل يو، د چين د وريښمو پروژه چې تقريبا تر درې نيم سوو نه تر څلورسوو ميلياردو ډالرو پورې پانګونه کوي، او دغه پروژه به په دريو برخو متمرکزه وي، چې ريلي کرښه ده، جاده يي کرښې دي، او همدارنګه سمندري کرښي دي، په دغو به پانګونه کوي، چې له نيکمرغه يو شيريان د لرغونې وريښمو لارې له افغانستانه تيريږي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای